Summary: د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري، د مشرتابه د فرامینو او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د لا ښه تطبیق په موخه، د جهادي اثارو د ساتنې عمومي ریاست او ملي موزیم له کارکوونکو سره د جهادي اثارو د ساتنې په عمومي ریاست کې اصلاحي ناسته ترسره شوه. په دې ناسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د جهادي اثارو د ساتنې عمومي رئیس مفتي محمد طاهر احمد، د دعوت او ارشاد رئیس مولوي عبدالسلام آغا سعید، د ملي موزیم رئیس او د ملي موزیم او جهادي اثارو د ساتنې ریاستونو یو شمېر کارکوونکو ګډون کړی و. باختر اطلاعاتي اژانس ته په رارسېدلې خپرپاڼه کې راغلي چې د ناستې په پیل کې، د دعوت او ارشاد رئیس مولوي عبدالسلام آغا سعید، د مشرتابه د فرامینو او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون له مخې د امارتي ادارو د کارکوونکو د سیرت او صورت، د لمانځه ادا کولو او د عقیدوي درسونو د ترسره کولو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. وروسته، د جهادي اثارو د ساتنې عمومي رئیس مفتي محمد طاهر احمد، د دغه شان ناستو جوړېدو پر اهمیت خبرې کړې او ویلي يې دي چې اسلام پر ځمکه تر ټولو غوره دین دی. هغه زیاته کړې ده: "زموږ عقیده، نظریه، اخلاق او اعمال باید د اسلامي شریعت له مخې وي، څو په دنیا او اخرت کې بریالي شو." دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین، د اسلامي شریعت د اهمیت او په ټولنه کې یې د تطبیق په اړه خبرې کړې او ویلي یې دي: "اسلامي امارت له ډېرو سرښندنو او قربانیو وروسته، واکمن شوی چې ساتنه یې د ټولو ګډ مسئولیت دی." شیخ عبدالرحمن طیبي، د جماعت لمانځه د ادا کولو د فضیلت، د عقیدوي درسونو د تدریس، د اسلامي شریعت مطابق د سیرت او صورت د جوړولو او په ټولنه کې د اسلامي فرهنګ دودولو په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي. د فرهنګ او هنر معین د یادو ریاستونو له کارکوونکو څخه غوښتلي چې خپل یووالی، ورورولي او همغږي وساتي او د مراجعینو چارې دې په خپل وخت وڅېړي او ترسره یې کړي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له کارکوونکو سره اصلاحی ناسته ترسره شوه
Sources
Afghan sources
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له کارکوونکو سره اصلاحی ناسته ترسره شوه