د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ایران بهرنیو چارو وزارت له استازي محمد رضا بهرامي ترمنځ د افغانستان او ایران د اړیکو، سیمهییزو بدلونونو او د متقابلې همکارۍ پر پیاوړتیا خبرې کړې دي. د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، دغه لیدنه د «مسکو فارمټ» د اتمې غونډې په څنډه کې شوې ده. په دې لیدنه کې امیر خان متقي د افغانستان په اړه د ایران له تعامل او په سیمهییزو ناستو کې د دغه هېواد رغنده ونډه وستایله او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو د پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ. محمد رضا بهرامي هم د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو پر اهمیت ټینګار کړی او د ګډو سیمهییزو همکاریو، ثبات او اقتصادي تعامل په اړه یې د خپل هېواد لیدلوری شریک کړی دی. د بریټانیا ځانګړي ځواکونه د « درانده جرمونو» پر تور له قضايي څېړنې سره مخ کېدی شي په محکمه کې د وړاندې شویو څرګندونو له مخې؛ د دغو ادعاوو په اړه څېړنې تر هغې ځنډول شوې دي، چې د «افغانستان د څېړنې» پر نوم د پراخو څېړنو پایلې څرګندې شي. د بریټانیا دفاع وزارت داسې اسناد موندلي، چې ښيي د دغه هېواد پوځي ځواکونه ښايي په افغانستان کې پر «دراندو جرمونو»؛ لکه وژنو او د سختو بدني زیانونو تورن شي. دا موضوع په لندن کې د بریټانیا په عالي…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Ariananews
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News
منابع
Afghan sources
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News