EconomyEnglishKabulافغانستان

د ایران د انرژۍ وزیر د افغانستان د سوداګرۍ وزیر ته د سفر… — Pajhwok

DevelopingEconomyKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-08 05:37:33🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۵): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د دغه وزارت وزیر او د ایران د انرژۍ وزیر په کابل کې افغانستان ته د شاوخوا دوه زره میګاواټه برېښنا صادرولو، اقتصادي همکاریو او ګډو پانګونو په اړه خبرې کړې دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت پرون (چهارشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نورالدین عزیزي د ایران د انرژۍ له وزیر عباس علي‌ابادي سره، په کابل کې د ایران د سفیر علیرضا بیکدلي په حضور کې لیدلي دي. دغه وزارت زیاته کړې چې په دې لیدنه کې افغانستان ته د شاوخوا دوه زره ميګاواټه برېښنا صادرولو، د برېښنا تولید دستګاوو او د اوبو د تصفیې فابریکو لپاره د اړینو تجهیزاتو او همداراز د افغانستان د برېښنا تولید برخه کې د اړتیا وړ تجهیزاتو صادرولو په اړه خبرې شوې دي. په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اقتصادي ظرفیتونو، د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا او ګډو پانګونو په اړه هم بحث شوی دی. د ایران د انرژۍ وزیر او ورسره مل پلاوي د دواړو هېوادونو پر ګډو اړیکو او فرهنګ ټینګار کړی او نورالدین عزیزي ته یې بلنه ورکړې څو په ایران په راتلونکو میاشتو کې د اوبو او برېښنا په جوړېدونکو نندارتونونو کې ګډون وکړي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاته کړې چې عزیزي د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډو اقتصادي او سوداګریزو…

Quick facts

LocationKabul
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-10-08 05:37:33

Timeline

  1. Pajhwok

    د ایران د انرژۍ وزیر د افغانستان د سوداګرۍ وزیر ته د سفر بلنه ورکړې ده

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-08 10:05:10

د ایران د انرژۍ وزیر د افغانستان د سوداګرۍ وزیر ته د سفر بلنه ورکړې ده

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button