DiplomacyKabulافغانستانپښتو

پرون د افغان مهاجرینو څه د پاسه ۲۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې… — Bakhtar

روان خبرDiplomacyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-08 06:02:12🎙 راډیو واورئ

Summary: د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې د چهارشنبې په ورځ د افغان مهاجرینو ۲۱۰ کورنۍ له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستنې شوې دي. د یاد کمېسیون دارالانشاء د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د تلې په ۱۵مه نېټه د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۳۳ کورنۍ، د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې ۲۸ کورنۍ، د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې ۱۲۶ کورنۍ او د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې ۲۳ کورنۍ افغان مهاجرین خپل هېواد ته راستانه شوي دي.د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې پرون همدارنګه په تورخم کې له ۲۰ کورنیو، سپین بولدک کې له ۲۸ کورنیو، نیمروز کې له یوې کورنۍ، هرات کې له ۲۳ کورنیو او کابل کې له ۳ کورنیو سره مرسته هم شوې ده.د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون په خبرپاڼه کې همدارنګه څرګنده شوې، چې په یاده نېټه ټولټال ۹۶۶ مهاجرين او د نیمروز له لارې ۱۴۲۴ مسافر خپل هېواد ته راستانه شوي دي.راستنو شویو کورنیو ته د دغه کمېسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي هیئت له لوري د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی دی او ټول ټال ورته ۶۷ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعDiplomacy
سرچینې1
تازه شوی2026-10-08 06:02:12

مهالوېش

  1. Bakhtar

    پرون د افغان مهاجرینو څه د پاسه ۲۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-08 05:10:13

پرون د افغان مهاجرینو څه د پاسه ۲۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button