د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۶کال له پیل څخه د اکتوبر تر درېیمې نېټې پورې له پاکستان نه افغانستان ته ۷۱۵زره او ۴۰۰ افغان کډوال ستانه شوي دي. د امریکا په مشرۍ د ناټو غړو هېوادونو د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر ۷مې د طالبانو پر لومړۍ واکمنۍ د القاعده مشر اسامه بن لادن ته د پناه ورکړې او نورو سیاسي ناندریو له امله پر افغانستان هوايي بریدونه پیل کړل او د امریکا په ګډون د ناټو غړي هېوادونه شاوخوا ۲۰ کاله په افغانستان کې له طالبانو سره په جګړه کې ښکېل پاتې شول او بالاخره د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستان څخه په وتلو د جمهوري نظام د رانسکورېدو زمینه برابره کړه او ورسره طالبان بیا ځلي واک ته ورسېدل. د طالبانو یو لوړ پوړی غړی انس حقاني پر افغانستان د امریکا د بریدونو په تړاو د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۱۵مه) په خپله اېکسپاڼه په یوه یادښت کې ویلي: «٧ اكتوبر كله چې پر افغانستان د امریکا یرغل پیل شو، ماشوم وم. ډېر څه مې نه درک کول، خو د ب ۵۲ الوتکې سپینې کرښې مې په اسمان کې لیدې. دې تجاوز د ډېرو ماشومانو ښکلې شېبې ترې واخېستې، ډېر ماشومان ستر نه شول، په هماغه معصومیت کې له نړۍ وکوچېدل». د نوموړي په وینا،…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
ملګري ملتونه: سږکال له پاکستان نه تر ۷۱۵زره ډېر افغانان افغانستان ته ستانه شوي
سرچینې
Afghan sources
ملګري ملتونه: سږکال له پاکستان نه تر ۷۱۵زره ډېر افغانان افغانستان ته ستانه شوي