EconomyKabulافغانستانپښتو

د کندهار والي: د رسنیو رول مهم دی؛ ادارې دې معلوماتو ته د… — Pajhwok

روان خبرEconomyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-02 14:17:55🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵): د کندهار یو شمېر خبریالانو او د رسنیو استازو د کندهار له والي ملا محمدشېرین اخند سره په لیدنه کې د ولس د ستونزو او غوښتنو ترڅنګ د خبریالانو او رسنیو اړوند ستونزې او ننګونې ورسره شریکې کړې. په دې کتنه کې د کندهار والي د مطبوعاتو او رسنیو پر ارزښت ټینګار وکړ او له ټولو ادارو یې وغوښتل چې له خبریالانو سره لازمې همکارۍ وکړي او پر وخت معلومات ورسره شریک کړي. هغه وویل، د ولس د ستونزو د حل او غوښتنو پوره کېدو لپاره یې هڅې پیل کړې دي او په وینا یې، د بیارغونې، اداري اصلاحاتو، د کندهار د حقونو ترلاسه کولو، تشکیلاتو او عمومي نظم برخو کې عملي ګامونه اخیستل شوي دي. ملا شېرین اخند ومنله چې په ولایت کې د بې‌‌روزګاري او اقتصادي ستونزې شته خو زیاته یې کړه چې دغه ستونزې یې له مشرتابه سره شریکې کړې او د حل لپاره یې عملي اقدامات پیل شوي دي. نوموړي دغه‌راز خبر ورکړ چې ډېر ژر به د دهلې بند، د ارغستان بند، د کندهار ـ روزګان لویې لارې او ولسوالیو ته د غځېدلو یو شمېر نورو سړکونو د جوړولو عملي چارې پیل شي. په همدې غونډه کې د خبریالانو په استازیتوب د کندهار پرېس کلب مسوول صدیق‌الله افغان، عطاءالله عمر او محمدیار مجروح خبرې وکړې او د رسنیو او خبریالانو…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-07-02 14:17:55

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د کندهار والي: د رسنیو رول مهم دی؛ ادارې دې معلوماتو ته د لاسرسي برخه کې همکاري ورسره وکړي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-02 12:06:32

د کندهار والي: د رسنیو رول مهم دی؛ ادارې دې معلوماتو ته د لاسرسي برخه کې همکاري ورسره وکړي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button