کابل (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په کرک ولسوالۍ کې د وسلهوالو په یوه برید کې د یوه افسر په ګډون دوه پاکستاني پولیس وژل شوي او یو بل کس ټپي شوی دی. د جیونیوز راپور ورکړی چې دغه پېښه نن سهار د کرک او کوهاټ سیمو ترمنځ پولې ته څېرمه په «نیو کړپه» سیمه کې شوې ده. د کرک ولسوالۍ د پولیسو قوماندان عمرانخان ویلي چې د «بانډه داوود شاه» حوزې پولیس پر عادي ګزمه بوخت وو چې د وسلهوالو تر برید لاندې راغلل. هغه زیاته کړې چې په دغه برید کې د بانډه داوودشاه حوزې د پولیسو امر داوود خان او د هغه ساتونکی فرهاد وژل شوي او یو لاروی ټپي شوی دی. د کرک د پولیسو قوماندان زیاته کړې چې له پېښې وروسته سیمه د امنیتي ځواکونو له خوا کلابنده شوه او د بریدګرو د پلټنې عملیات پیل شول. تر اوسه د دغه برید مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
خیبر پښتونخوا کې د وسلهوالو برید؛ د یوه افسر په ګډون دوه پاکستاني پولیس وژل شوي
Sources
Afghan sources
خیبر پښتونخوا کې د وسلهوالو برید؛ د یوه افسر په ګډون دوه پاکستاني پولیس وژل شوي