EconomyEnglishافغانستاننیمروز

میلک پوله به تر یوې میاشتې ۲۴ ساعته شي

DevelopingEconomyنیمروز1 SourcesUpdated: 2026-10-08 10:35:31🎙 Listen to radio

د افغانستان او ایران ترمنځ د میلک پولې د ۲۴ ساعته فعالیت د پیل لپاره د نیمروز او د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د چارواکو ترمنځ ګډه غونډه شوې ده. د نیمروز د والي د دفتر رئیس سف‌الله محمدي د سیستان او بلوچستان ولایت له اقتصادي مرستیال والي سره په لیدنه کې ویلي، د نیمروز په ګمرک کې د مالونو او ټرانزیټي موټرو د لېږد او ثبت لپاره لازم چمتووالی شته او هر څومره ټرانزیټي موټر چې دغه دروازې ته راشي، د رسېدنې وړتیا ورته موجوده ده. ایراني چارواکو هم ژمنه کړې چې د میلک دروازې د ۲۴ ساعته فعالیت لپاره به اړین اقدامات تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړ کړي. دواړو لورو همداراز د ټرانزیټي موټرو د منلو د ظرفیت پر زیاتولو خبرې کړې دي، څو د افغانستان او ایران ترمنځ د مالونو د لېږد بهیر لا اسانه شي. میلک–زرنج د افغانستان او ایران له مهمو سوداګریزو او ټرانزیټي دروازو څخه ده او د دې دروازې د فعالیت د وخت زیاتېدل کولی شي د موټرو د انتظار وخت کم او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد ظرفیت لوړ کړي.

Quick facts

Locationنیمروز
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-10-08 10:35:31

Timeline

  1. Parstoday

    میلک پوله به تر یوې میاشتې ۲۴ ساعته شي

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-10-08 10:09:10

میلک پوله به تر یوې میاشتې ۲۴ ساعته شي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button