پلعلم (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵): د سیدسجاد په نوم یوه ځوان سیلاني چې د موټرسایکل په وسیله یې د افغانستان ټولو ۳۴ ولایتونو او له ۸۰ ډېرو ولسوالیو ته سفرونه کړي، لوګر ولایت ته په رسېدو سره یې خپل دغه سفر بشپړ کړ. سیدسجاد سادات چې اصلاً د غزني ولایت اوسېدونکی دی او دا مهال په هرات ولایت کې ژوند کوي وایي، د شاوخوا شپږو میاشتو په موده کې یې د هېواد بېلابېلو سیمو ته سفرونه کړي او موخه یې د افغانستان د قومونو، دودونو، رواجونو او فرهنګي ارزښتونو پېژندل او معرفي کول دي. نوموړي لوګر لایت ته د خپل سفر پر مهال وویل، په هېواد کې د شته امنیت له امله توانېدلی چې په ډاډه زړه د افغانستان ټولو ولایتونو او ګڼو ولسوالیو ته سفر وکړي. هغه زیاته کړه چې د لوګر د څرخ، خوښۍ او یو شمېر نورو سیمو له لیدنې وروسته یې د دغه ولایت طبیعي ښکلا او مېلمهپالنه له نږدې تجربه کړې ده. بلخوا، د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس مولوي ثوابجان اسلامیار د یاد ځوان سیلاني هڅې وستایلې او ویې ویل، په افغانستان کې د امنیت له ټینګښت وروسته کورني او بهرني سیلانیان کولی شي د هېواد له طبیعي سیمو، تاریخي ابداتو او فرهنګي میراثونو په ازاد ډول لیدنه وکړي. د یادونې ده، له دې وړاندې هم یو افغان سیلاني چې په جرمني کې…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
ځوان سيلاني سیدسجاد د هېواد د ۳۴ ولایتونو سفر لوګر ته په رسېدو بشپړ کړ
Sources
Afghan sources
ځوان سيلاني سیدسجاد د هېواد د ۳۴ ولایتونو سفر لوګر ته په رسېدو بشپړ کړ