Summary: د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت د تاریخي، فرهنګي او سیاحتي سیمو د پېژندنې او د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د جلب په موخه انځوریز نندارتون جوړ شو. د باختر اژانس د خبر له مخې؛ دغه نندارتون د بلخ ولسوالۍ په تاریخي نهګنبدي جومات کې جوړ شوی و، چې د دغه ولایت د بېلابېلو تاریخي، فرهنګي او طبیعي سیمو انځورونه په کې نندارې ته وړاندې شول. د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي محمدالله ضرار وویل، چې د تاریخي او فرهنګي سیمو پېژندنه د سیاحت د ودې ترڅنګ، د بلخ د لرغوني تاریخ او فرهنګي ارزښتونو په معرفي کې مهم رول لري. نوموړي زیاته کړه، چې د سیاحت د ودې، د تاریخي او سیاحتي ځایونو د لا ښه معرفي او سیلانیانو ته د مناسبو اسانتیاوو د برابرولو لپاره هڅې روانې دي او له سیاحتي شرکتونو سره به همکاري لا پیاوړې شي. د بلخ د سیاحتي شرکتونو د اتحادیې رئیس حامد صمیم، د بلخ پوهنتون استاد وزیر احمد فوشنجي او د سیاحتي شرکتونو مسوولینو هم د ورته پروګرامونو جوړول د سیاحت د ودې لپاره مهم وبلل او د تاریخي او طبیعي سیمو د لا ښه معرفي او سیلانیانو ته د اسانتیاوو د برابرولو پر اړتیا یې ټینګار وکړ. د یادونې وړ ده، چې بلخ د څو زره کلن تاریخ ترڅنګ، له سلو څخه زیات تاریخي او فرهنګي ابدات او ګڼ شمېر طبیعي او سیاحتي ځایونه لري.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
بلخ کې د تاریخي او سیاحتي سیمو د پېژندنې انځوریز نندارتون جوړ شو
سرچینې
Afghan sources
بلخ کې د تاریخي او سیاحتي سیمو د پېژندنې انځوریز نندارتون جوړ شو