Summary: د کورنيو چارو وزير خلیفه سراج الدين حقاني نن د اروپايي ټولنې له شارژدافیر نیکولا بیلومو سره په کتنه کې نوموړي ته په افغانستان کې دندې د پیل له امله ښه راغلاست ويلی او د افغانستان او اروپایي ټولنې تر منځ يې اړیکې یې مثبتې بللې دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې ښاغلي حقاني همدارنګه د پخواني استازي له هڅو او ماموريت څخه يې مننه کړې ده. همدا راز په دې کتنه کې د دوهاړخيزو اړيکو په دوام، د همکاريو په پراختيا، له نشه يي توکو سره د بريالۍ مبارزې او په دې برخه کې د مرستو غځېدو، په هېواد کې په امنیتي وضعیت، د مثبتو او ګډو موضوعاتو په بنسټ د اړیکو په لا پراختیا او د دواړو لوریو تر منځ د تعامل په ساتلو ټینګار شوی دی.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د کورنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل
سرچینې
Afghan sources
د کورنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل