Summary: د افغانستان او ایران ترمنځ برېښنا انرژۍ سکتور کې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د ګډې همکارۍ هوکړې د محتوا، تخنیکي ارزونو او وروستي بشپړاوي په موخه؛ د افغانستان برېښنا شرکت او ایران توانیر شرکت د استازو ترمنځ ګډه تخنیکي ناسته ترسره شوه. د افغانستان برېښنا شرکت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د ترتیب کېدونکې هوکړې پر محتوا او اړوندو تخنیکي موضوعاتو هر اړخيز بحث وشو.هوکړه کې د اړونده تخنیکي مطالعاتو پر بشپړاوي او همدا رنګه د هېواد برېښنا انرژۍ په سکټور کې پانګونه، په کور دننه د برېښنايي تجهیزاتو تولید، ګڼو تخنیکي او ظرفیت لوړونې برخو کې د ګډو همکاریو پر څرنګوالي خبرې شوې دي. د ناستې ګډونوالو د همکاریو د لا پراختیا او اړوندو تخنیکي موضوعاتو بشپړولو په موخه پر ګډ کار او همغږۍ ټینګار کړی دی.ټاکل شوې ده چې د هوکړې وروستي متن او د برېښنا پېر پنځه کلن تړون، په نږدې راتلونکي کې د دواړو لوريو ترمنځ لاسلیک شي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
د افغانستان او ایران ترمنځ برېښنا سکټور کې د همکاریو پنځه کلنې هوکړې بشپړولو په اړه ناسته وشوه
Sources
Afghan sources
د افغانستان او ایران ترمنځ برېښنا سکټور کې د همکاریو پنځه کلنې هوکړې بشپړولو په اړه ناسته وشوه