Economyافغانستاندری

د کرنې وزير: افغانستان له ازبکستان سره د کرنیزو همکاریو او ګډې پانګونې… — Bakhtar

در حال تکمیلEconomy1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-08 18:03:17🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په تاشکند کې په وچه کې د راګېر هېوادونو د خوړو خوندیتوب او تلپاتې پراختیا موخو په غونډه کې د ګډون پر مهال د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د کرنیزو، سوداګریزو او ګډې پانګونې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ. دغه وزارت په يوه خبرپاڼه کې ليکلي چې د کرنې وزیر د دواړو هېوادونو تاریخي اړیکو او اقتصادي ظرفیتونو ته په اشارې ويلي چې د افغانستان او ازبکستان همکاري باید یوازې د کرنیزو محصولاتو تر سوداګرۍ محدوده نه وي، بلکې د کرنیزو تولیداتو، پروسس، بسته‌بندۍ، بدلون‌موندونکو صنایعو، کرنیزو ماشینونو او د ارزښت ځنځیرونو د رامنځته کولو برخو ته هم پراخه شي. نوموړي حاصلخېزې ځمکې، اقلیمي تنوع او ځوان کاري ځواک د پانګونې له مهمو ظرفیتونو څخه بللي او ويلي يې دي چې افغانستان په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې شاوخوا ۱۵۹ زره مټریک ټنه پنبه تولید کړې ده، چې دا د کرنیزو تولیداتو په برخه کې د هېواد د پام وړ ظرفیت ښکارندويي کوي. مولوي عطاءالله عمري زیاته کړې، چې د افغانستان موخه یوازې د خامو موادو تولید نه دی، بلکې د پروسس او تولیدي صنایعو، د پروسس او بسته‌بندۍ مرکزونو د پراختیا له لارې به د محصولاتو ارزښت په هېواد کې دننه لوړ، د کارموندنې زمینه برابره، د بزګرانو عواید زیات او د صادراتو د پراختیا لپاره زمینه مساعده شي. نوموړي د عصري اوبولګولو سیستمونو، کرنیزو ماشینونو، د کرنیزو توکو د تولید، نساجۍ، غوړیو د استخراج او له کرنې سره د تړلو نورو صنایعو په برخو کې پانګونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ له مهمو زمینه وو څخه بللې ده. د کرنې وزیر د افغانستان جغرافیایي موقعیت د منځنۍ او سویلي اسیا د بازارونو د نښلولو لپاره مناسب بللی او د ازبکستان له پانګوالو یې غوښتي، چې په افغانستان کې د کرنې او له دې سکتور سره د تړلو صنایعو په پروژو کې پانګونه وکړي. ښاغلي عمري همدارنګه ويلي چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د نافذه قوانینو او مقرراتو په چوکاټ کې د همکارۍ او پانګونې د زمینې برابرولو لپاره چمتو دی او هڅه کوي، چې دوه‌اړخیز تفاهمونه په عملي پروژو او دوامدارو اقتصادي همکاریو بدل شي.

اطلاعات کوتاه

موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-08 18:03:17

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د کرنې وزير: افغانستان له ازبکستان سره د کرنیزو همکاریو او ګډې پانګونې پراختیا ته چمتو دی

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-08 11:33:50

د کرنې وزير: افغانستان له ازبکستان سره د کرنیزو همکاریو او ګډې پانګونې پراختیا ته چمتو دی

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button