KabulSportsافغانستانپښتو

په کابل کې ځوان ورزشکاران د افغانستان د اتلولۍ په لټه کې دي… — Amu TV

روان خبرSportsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-08 18:07:52🎙 راډیو واورئ

په کابل کې ځوان ورزشکاران د ازادو مبارزو په سیالیو کې ګډون ته چمتووالی نیسي. ټاکل شوې دا سیالۍ د راتلونکې اونۍ پر شنبه د افغانستان د ۱۳ ولایتونو د ورزشکارانو په ګډون په کابل کې ترسره شي. دغه ځوانان آمو ته وایي چې په لوړ مورال او پوره چمتووالي سره دغو سیالیو ته ننوځي او يو شمېر نندارچیان په دې برخه کې د افغانستان اتلولي خپل راتلونکی هدف ګڼي. د دغو ځوانانو لپاره ازادې مبارزې یوازې یوه ورزشی څانګه نه ده، بلکې د لویو موخو او بریاوو تر لاسه کولو لار ده. فیصل فضلي وایي چې د دې ورزشی څانګې شورو هیجان د دې لامل شو چې ازادې مبارزې وټاکي. هغه آمو ته وایي: «تر ټولو غوره ورزش چې په افغانستان کې لیدل کېږي ازادې مبارزې دي، هغه په زړه پورې هیجان چې ازادې مبارزې یې لري، بله هیڅ رشته یې نه لري. له همدې امله ما دا رشته غوره کړه.» فرشاد پیکان، چې د ۵۶ کیلوګرامه وزن ورزشکار دی، هم آمو ته وایي چې هیله لري په نړیوالو ازادو مبارزو کې په بریا او درامد ترلاسه کولو سره په افغانستان کې له غریبو خلکو سره مرسته وکړي؛ خو دې رشتې ته د هغه د راتلو اصلي لامل له جنګېدو او مبارزې سره مینه وه. فرشاد پیکان وایي: «له ازادو مبارزو سره مې خورا ډېره مینه درلوده، ځکه ما…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSports
سرچینې1
تازه شوی2026-10-08 18:07:52

مهالوېش

  1. Amu TV

    په کابل کې ځوان ورزشکاران د افغانستان د اتلولۍ په لټه کې دي | آمو ټلویزیون

سرچینې

Afghan sources

Amu TVPS
2026-10-08 11:25:41

په کابل کې ځوان ورزشکاران د افغانستان د اتلولۍ په لټه کې دي | آمو ټلویزیون

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button