کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۵): د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې دغه هېواد د یو شمېر هغو افغانانو د ایستلو د بهیر اسانه کولو په موخه له اسلامي امارت سره تخنیکي خبرې پیل کړې چې په غیرقانوني ډول په فرانسه کې اوسېږي او د دغه هېواد د چارواکو له نظره ملي امنیت ته ګواښ ګڼل کېږي. د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د هغې خبري ناستې د متن له مخې چې د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۱۶مه) د دغه وزارت پر رسمي وېبپاڼه خپور شوی، د یاد وزارت ویاند د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې، چې له طالبانو سره د خبرو د پیل په اړه د فرانسې خبري اژانس د راپور په تړاو یې کړې وه، دغه موضوع تایید کړې ده. د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي: «دا موضوع تاییدوم؛ دغه اقدام تر هر څه وړاندې د فرانسې د وګړو د امنیت د ټینګښت لپاره دی.» هغه زیاته کړې چې دغه خبرې، د ځینو نورو اروپایي هېوادونو د اقداماتو په څېر، بشپړ تخنیکي بڼه لري او موخه یې د هغو افغانانو د بېرته ستنولو اسانه کول دي چې په غیرقانوني ډول د فرانسې په خاوره کې اوسېږي او د دغه هېواد د چارواکو له نظره ملي امنیت ته ګواښ ګڼل کېږي. د نوموړي په خبره، هغه کسان چې د ایستلو پلان یې…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
فرانسې تاييد کړې چې له ا.ا سره يې د یو شمېر افغانانو ایستلو په اړه تخنیکي خبرې پیل کړې دي
منابع
Afghan sources
فرانسې تاييد کړې چې له ا.ا سره يې د یو شمېر افغانانو ایستلو په اړه تخنیکي خبرې پیل کړې دي