کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۵): د اوزبېکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف د اوبو د کمښت او اقلیمي بدلونونو له امله د منځنۍ اسیا له مخ پر زیاتېدونکو ستونزو سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره د اوبو د سرچینو د مدیریت په اړه پر دوامداره خبرو ټینګار کړی دی. د اوزبېکستان د ولسمشرۍ دفتر خبرپاڼه کې راغلي چې میرضیایوف دغه څرګندونې د منځنۍ اسیا او اذربایجان هېوادونو د مشرانو په اتمه مشورتي غونډه کې کړې دي. هغه ویلي چې له افغانستان سره د اوبو د سرچینو د مدیریت په اړه باید دوامداره او منظمې خبرې اترې وشي او په دې برخه کې د سیمې د ټولو هېوادونو ګټې په پام کې ونیول شي. د اوزبېکستان ولسمشر په داسې حال کې له افغانستان سره د اوبو په اړه پر خبرو ټینګار کړی چې د منځنۍ اسیا هېوادونه د اوبو د کمښت او اقلیمي بدلونونو له اغېزو سره مخ دي. دغهراز، د افغانستان په شمال کې د قوشتېپې کانال جوړول، چې د امو سیند اوبه د بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کرنیزو ځمکو ته لېږدوي، د سیمې د اوبو د مدیریت موضوع لا مهمه کړې ده. د دغه کانال د اوبو اخیستنې په اړه د منځنۍ اسیا ځینې هېوادونه اندېښنې لري او د اوبو د سرچینو په مدیریت کې د سیمهییزې همغږۍ پر اړتیا ټینګار کوي. د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد مخکې…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
د اوزبېکستان ولسمشر له افغانستان سره د اوبو د مدیریت په اړه د خبرو پر دوام ټینګار کړی
Sources
Afghan sources
د اوزبېکستان ولسمشر له افغانستان سره د اوبو د مدیریت په اړه د خبرو پر دوام ټینګار کړی