درېیو روغتیايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو په کندهار کې په روغتیايي مرکزونو، درملتونونو، موسسو او نورو بنسټونو کې د رواني روغتیا د مشورې ورکولو فعالیتونه محدود کړي او په دولتي روغتونونو کې یې د یادې برخې ځینې بستونه هم لغوه کړي دي. هغه وایي:« تر ۲۰۲۱کال وړاندې زما ورځې په ښوونځي، تکواندو او کتابتون کې تېرېدې». ما په هماغه کتابتون کې د وکالت خوبونه لیدل. نوموړې زیاتوي، په افغانستان کې که یوه ښځه په خپل کور کې وهل کېږي، په زور واده ته اړ اېستل کېږي یا د خپل ماشوم د ساتنې حق له لاسه ورکوي؛ د مرستې د غوښتلو لپاره خوندي ځای نهلري. هغه وایي: «د وخت په تېرېدو او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، زما ژوند له افسوس ډک شو. ستونزه یوازې د ښوونځیو تړل او له زدهکړو د نجونو محرومول نه وو. نورې بېعدالتۍ هم ډېرې شوې او ما درک کړه، چې څه مو له لاسه ورکړي دي. هغه څه چې له لاسه وتلي وو، ریښتینی عدالت و». د هغې په وینا، قضايي نظام باید داسې ځای وي چې خلک د خپلو حقونو د نقض پرمهال د ملاتړ او عدالت غوښتنې لپاره ورشي؛ خو داسې وخت راغی چې ښځې له هغو ادارو او بنسټونو څنډې ته کړل شوې چې د دوی د ملاتړ لپاره جوړ شوي وو. له عدلي او قضايي نظام…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
د مرستې اړتیا زیاتېدو سره سره؛ طالبانو کندهار کې د رواني روغتیا پر مشورو محدودیتونه لګولي
سرچینې
Afghan sources
د مرستې اړتیا زیاتېدو سره سره؛ طالبانو کندهار کې د رواني روغتیا پر مشورو محدودیتونه لګولي