افغانستانامنیتدری

په نوښار کې ناپېژاندو وسله‌والو درې پولیس سرتېري تښتولي دي — AF International

در حال تکمیلSecurity1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-09 09:42:22🎙 رادیو را بشنوید

د خیبر پښتونخوا په نوښار کې ناپېژاندو وسله‌والو درې پولیس سرتېري تښتولي دي. د ځایي چارواکو په وینا، دغه پېښه د نوښار په نظام‌پور سیمه کې شوې او وسله‌والو د سرتېرو وسلې هم له ځان سره وړې دي. د پاکستان د مرکزي او چمن د سوداګرۍ خونې پخواني مشر او سوداګر انجنیر دارو خان اڅکزي افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، چې په پاکستان کې پنجاب او سند ایالتونه هم کرنه او هم صنعت لري، خو په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې کرنه په ډېره کمه کچه ده او صنعت نږدې هېڅ نشته. دده په وینا، په دغو سیمو کې يوازينۍ سوداګري چې پاتې کېږي هغه له افغانستان سره تړلې ده. هغه وویل: «له خدماتو راواخلئ، د رانیولو او خرڅلاو تر برخې پورې، او بیا تر هغه کس پورې چې مالونه منډیانو ته رسوي، د ټولو کار په ټپه درېدلی دی». هغه زیاته کړه، چې د کرښې دواړو غاړو ته نږدې پرتو ټولو ولسونو اقتصادي ژوند هم پر کرښه له سوداګرۍ سره تړلی و، خو له نږدې یو کال راهیسې یې سوداګري او روزګارونه په ټپه ولاړ دي. د دارو خان اڅکزي په وینا، د هېوادونو په کچه ښايي دغه تاوان وزغمل شي، خو د ولسونو په کچه دا ډېر لوی زیان دی. د نوموړي په وینا: «د خېبر پښتونخوا او بلوچستان ډېر خلک بې‌کاره شوي، د هغوی پیسې په افغانستان کې…

اطلاعات کوتاه

موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-09 09:42:22

خط زمانی

  1. AF International

    په نوښار کې ناپېژاندو وسله‌والو درې پولیس سرتېري تښتولي دي

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-09 07:11:25

په نوښار کې ناپېژاندو وسله‌والو درې پولیس سرتېري تښتولي دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button