د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور له مخي، طالبان، داعش او نورې وسله والې ډلې له ماشومانو څخه د سرتېرو په توګه کار اخلي. په راپور کې راغلي دي چي طالبان او نورې وسله والي ډلي په غیرقانوني ډول ماشومان د جګړې او ملاتړي فعالیتونو له پاره جذبوي. طالبان په زور او دوکي سره ماشومان د افغانستان او پاکستان له مدرسو څخه استخداموي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چي طالبان له هغو مدرسو څخه جنګیالي جذبوي چي پکښې هغوی ته پوځي روزنه ورکول کېږي. د راپور په یوه برخه کي ویل سوي دي: «د داعش خراسان څانګي او ملي مقاومت جبهې په څېر ډلي ماشوم سرتېري په مستقیمو جګړو، بمي بریدونو، په لاس جوړ سويو چاودېدونکو توکو په ځای پر ځای کولو، د وسلو په لېږد، جاسوسۍ او د قرارګاوو په ساتنه کي کاروي.» د راپور له مخي طالبان او د داعش خراسان څانګه ماشومان په زور استخداموي او هغه ماشومان هم بندیانوي چې له نورو وسله والو ډلو سره تړاو لري او یا د انساني قاچاق بالقوه قربانیان ګڼل کېږي. راپور زیاتوي چي د قومي او مذهبي لږکیو غړي، لکه هزاره شیعه ګان او اسماعیلي مسلمانان، په زیاتېدونکي ډول د ناوړه استفادې له خطر سره مخ دي. په راپور کي راغلي دي چي د طالبانو ادارې په جګړو کي له ماشومانو د استفادې او…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Dw
راپور: افغان ماشومان د قاچاق او بچه بازۍ قرباني کېږي