افغانستانامنیتبغلاندری

بغلان کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده — Bakhtar

در حال تکمیلSecurityبغلان1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-09 18:13:18🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د بغلان ولایت په ډنډ غوري ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۲۰ کلنه دښمني، چې له امله یې دوه تنه وژل شوي وو، د ځايي مسوولینو او قومي مشرانو په هڅو پای ته ورسېده. د بغلان د والي ویاند فاروقي خپلواک باختر اژانس ته ویلي، چې دغه دښمني د شیرباز او امیرجان کورنیو ترمنځ وه، چې د بغلان والي مولوي عبدالله مختار او قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده او دواړو لورو د سولې هوکړه وکړه. د نوموړي په وینا، د روغې جوړې په مراسمو کې د بغلان والي د اختلافاتو د حل لپاره پر خبرو اترو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې کورنۍ دښمنۍ د ځاني تلفاتو ترڅنګ ناوړه ټولنیزې پایلې هم لري او د کورنیو او خلکو ترمنځ د اختلافاتو او بې‌باورۍ لامل کېږي. نوموړي همداراز د ټولنیز یووالي د پیاوړتیا لپاره د سولې او روغې جوړې پر ارزښت ټینګار وکړ او له کورنیو یې وغوښتل، چې خپل اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي.

اطلاعات کوتاه

مکانبغلان
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-09 18:13:18

خط زمانی

  1. Bakhtar

    بغلان کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-09 11:17:00

بغلان کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button