EnglishPoliticsافغانستانلوګر

نورستان کې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت قیمتي او نیمه… — Bakhtar

DevelopingPoliticsلوګر1 SourcesUpdated: 2026-10-09 18:13:20🎙 Listen to radio

Summary: د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ له کانونو څخه ترلاسه شوي ۳۱ کیلوګرامه قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې د ازادې داوطلبۍ له لارې د ۴ میلیونه ۲۱۵ زره افغانیو په ارزښت وپلورل شوې. د نورستان د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وایي، چې په دغو ډبرو کې ۲۱ کیلوګرامه بیروج او ۱۱ کیلوګرامه د زمردو چوره او ډګره شامل دي، چې د نورګرام ولسوالۍ له کانونو څخه استخراج شوې وې. د نورستان د کانونو او پټرولیم رئیس مولوي سیدالرحیم عمیر ویلي، چې یادې قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې د ازادې او شفافې داوطلبۍ له لارې وپلورل شوې او له دې جملې څخه به ۴۲۱ زره او ۵۰۰ افغانۍ د دولت خزانې ته وسپارل شي. نوموړي زیاته کړې، چې په یاده داوطلبۍ کې شاوخوا ۱۰۰ سوداګرو ګډون کړی و.

Quick facts

Locationلوګر
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-10-09 18:13:20

Timeline

  1. Bakhtar

    نورستان کې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې وپلورل شوې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-09 11:01:49

نورستان کې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې وپلورل شوې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button