DevelopmentEnglishKabulافغانستان

خوست کې د جلغوزیو سوداګر د صادراتو او پروسس اسانتیاوې غواړي — Pajhwok

DevelopingDevelopmentKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-10 05:32:13🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۵): خوست کې د جلغوزیو سوداګر وايي، سږ کال د لویې پکتیا په کچه د جلغوزیو حاصلات زیات شوي، خو نړۍوالو بازارونو ته د صادراتو محدودیت او د پروسس او بسته‌بندۍ اسانتیاوو نشتوالي له ستونزو او زیانونو سره مخ کړي دي؛ هغوی په دې برخه کې د اسانتیاوو برابرېدو غوښتنه کوي. د خوست د جلغوزیو مارکېټ یو مسوول بلوڅ ځدراڼ وايي، سږ کال د لویې پکتیا په کچه د جلغوزیو حاصلات د تېر کال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي. هغه وویل: «توپیر یې دا دی چې په نورو کلونو کې د غوټو حاصلات کم وو، سږ کال بارانونه وشول، نو د بارانونو له برکته د جلغوزیو حاصلات ډېر شول؛ په هر ځای کې جلغوزي ډېر دي او نتیجه یې بېخي ښه ده.» د جلغوزیو یوه سوداګر خان‌ولي پژواک ته وویل، په نړۍوالو بازارونو کې د افغانستان جلغوزیو ته تقاضا لوړه ده او بیې یې ښې دي، خو پر یوه بازار د صادراتو تمرکز د سوداګرو اندېښنې زیاتې کړې دي. ځدران زیاته کړه: «موږ له اسلامي امارته غوښتنه لرو چې زموږ پر وړاندې لارې ازادې شي؛ اوس یې چې چین ته صادروو، هلته یې سوداګر په خپله خوښه او ارزانه اخلي، که د سیمې نورو هېوادونو ته هم لارې اسانه شي، زموږ کارونه به په ښه ډول پر مخ ولاړ شي.» یوه بل سوداګر…

Quick facts

LocationKabul
TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-10-10 05:32:13

Timeline

  1. Pajhwok

    خوست کې د جلغوزیو سوداګر د صادراتو او پروسس اسانتیاوې غواړي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-10 10:01:55

خوست کې د جلغوزیو سوداګر د صادراتو او پروسس اسانتیاوې غواړي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button