Politicsافغانستانپښتوکندز

د کندز په مرکزي بندخونه کې څلور پروژې بشپړې شوې — Bakhtar

روان خبرPoliticsکندز1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-10 06:17:21🎙 راډیو واورئ

Summary: د کندز ځايي مسوولینو د دغه ولایت په مرکزي بندخونه کې څلور پرمختیايي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د کندز مرکزي بندخونې مالي او اداري مرستیال مولوي احسان‌الله غازي باختر اژانس ته ویلي، چې په بشپړو شویو پروژو کې د مجاهدینو لپاره د یوه بلاک، د ساري ناروغیو د ناروغانو لپاره د یوه کلینیک او د بندیانو لپاره د ځانګړي ملاقات ځای جوړول شامل دي.هغه زیاته کړې چې په یادو پروژو څه باندې ۱۲ میلیونه افغانۍ لګول شوې او لګښت یې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لوري ورکړل شوی دی.نوموړي زیاته کړې، چې نوې اداري ودانۍ به یو پوړ او ۱۴ خونې ولري او چارې به یې په راتلونکو درېیو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.د یادونې وړ ده، چې اوس مهال د کندز په مرکزي بندخونه کې سلګونه بندیان د بند مودې د تېرولو ترڅنګ له بېلابېلو ښوونیزو او روزنیزو پروګرامونو ګټه اخلي او د حرفوي زده‌کړو زمینه هم ورته برابره شوې ده.

لنډ معلومات

ځایکندز
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-10-10 06:17:21

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د کندز په مرکزي بندخونه کې څلور پروژې بشپړې شوې

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-10 05:43:38

د کندز په مرکزي بندخونه کې څلور پروژې بشپړې شوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button