Summary: د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس آخندزاده، په ریاض ښار کې د انرژۍ نړیوال ۱۷ فورم کې د ګډون په موخه؛ سعودي عربستان ته روان شو. ټاکل شوې ده چې په دغه نړیوال فورم کې د شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو د وزیرانو په کچه استازي ګډون وکړي او د انرژۍ په برخه کې پر اړینو موضوعاتو، همکاریو، فرصتونو او د تجربو شریکولو په اړه خبرې وکړي. د انرژۍ په ياد نړیوال فورم کې د هېواد د اوبو او انرژۍ وزیر ګډون د انرژۍ په برخه کې د نړیوالو تجربو شریکولو، د هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او پراختیا او د افغانستان د انرژۍ سکټور لپاره د همکاریو د راجلبولو لپاره یو مهم فرصت ګڼل کېږي.
لنډ معلومات
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-10-10 18:22:06
مهالوېش
-
Bakhtar
د هېواد د اوبو او انرژۍ وزیر سعودي عربستان ته سفر وکړ