DevelopmentKabulافغانستانپښتو

د کابل په ښځینه زندان کې د خیاطۍ زده کړې دوه کلنه روزنیزه… — Bakhtar

روان خبرDevelopmentKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-10 18:22:08🎙 راډیو واورئ

Summary: یوې سویسۍ مؤسسې د کابل ولایت په ښځینه زندان کې د خیاطۍ کسب زده کړې دوه کلنه روزنیزه پروژه پیل کړې ده. باختر اطلاعاتي اژانس ته د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د معلوماتو له مخې؛ دغه روزنیزه پروژه د ځوانانو د پراختیا لپاره د فرصت (OYDO) مؤسسې له خوا د سویس پرمختیایي مؤسسې (SDC) په مالي ملاتړ او د زندانونو چارو د تنظیم ادارې په همغږۍ د (زندانونو د ملاتړ پروګرام) په لړ کې د کابل ولایت د ښځینه زندان محبوسینو لپاره پیل شوې ده. د يادې ادارې مسيولینو ويلي چې که څه هم تر دې وړاندې په دغه زندان کې د خیاطۍ روزنیز او تولیدي مجهز مرکز شتون درلود؛ خو د خامو موادو او د جامو د بېلابېلو ډیزاینونو کمښت یې د تولید کچه کمه کړې وه. د (OYDO) مؤسسې مسئولینو ويلي چې دوی که له یوې خوا د خامو موادو برابرولو ته بشپړ ژمن دي؛ له بلې خوا به د دوی تجربه لرونکې ښځینه روزونکې د دوو کلونو په بهير کې د هرې درې میاشتنۍ روزنیزې دورې پرمهال څه باندې ۲۰ ښځینه محبوسینو ته د خیاطۍ او د جامو د نویو ډیزاینونو په برخو کې مسلکي روزنه ورکړي. هېره دې نه وي چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې او د (OYDO) مؤسسې له لوري به د خیاطۍ هرې دورې په پای کې؛ ګډونوالو ته د فراغت تصدیق‌پاڼې ورکول کېږي؛ څو یې تر ازادېدو وروسته له امتیازونو څخه ګټه او د هېواد په پرمختګ کې برخه واخلي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-10-10 18:22:08

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د کابل په ښځینه زندان کې د خیاطۍ زده کړې دوه کلنه روزنیزه پروژه پیل شوه

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-10 16:14:18

د کابل په ښځینه زندان کې د خیاطۍ زده کړې دوه کلنه روزنیزه پروژه پیل شوه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button