Politicsافغانستانپښتو

د ګرځندوی او هوټلدارۍ انسټیټيوټ او د تحصیلي مشورتي خدمتونو شرکتونو اتحادیې ترمنځ… — Bakhtar

روان خبرPolitics1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-10 18:22:10🎙 راډیو واورئ

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست اړوند د ګرځندوی او هوټل‌دارۍ انسټیټیوټ او د تحصیلي مشورتي خدمتونو شرکتونو اتحادیې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک، لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسليک کولو موخه، د ښوونې او مسلکي مهارتونو د پراختیا په برخه کې د ګډو همکاریو پیاوړتیا، د ګرځندوی او هوټلدارۍ په برخه کې د ځوانانو د علمي او تخصصي وړتیاوو لوړول او په دې برخه کې د مسلکي بشري ځواک د روزنې لپاره د معیاري او عملي زده‌کړو د زمینې برابرول دي. د ګرځندوی او هوټلدارۍ انسټیټیوټ آمر مولوي محمد زمان ناصري، د دغه هوکړه‌لیک د اهمیت په اړه خبرې کړې دي او همدا رنګه د تحصیلي مشورتي خدمتونو شرکتونو اتحادیې رئیس نورالرحمن قاسمي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رهبرۍ له ملاتړ او همکاریو څخه مننه کړې او د دغه هوکړه‌لیک لاسلیک یې د ګرځندوی او هوټلدارۍ په برخه کې د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو په برخه کې یو مهم ګام بللی دی. دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت‌الله جمال ویلي دي: "افغانستان د ټولو ګډ کور دی او د ګرځندوی صنعت د پیاوړتیا او پراختیا لپاره باید له یو بل سره همکاري وکړو." هغه زیاته کړې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تحصیلي مشورتي خدمتونو شرکتونو او د سیاحتي او زیارتي شرکتونو له اتحادیو څخه بشپړ ملاتړ کوي. د مولوي جمال په وینا، هغه ځوانان چې د خپلو زده‌کړو د دوام لپاره نورو هېوادونو ته سفر کوي؛ د افغانستان استازي ګڼل کېږي؛ له همدې امله اړینه ده چې د هغوی اخلاق او چلند د اسلامي نظام له ارزښتونو سره سمون ولري او د خپل هېواد له تاریخ څخه پوره خبر وي، څو وکولای شي په ښه ډول د افغانستان استازیتوب وکړي. هېره دې نه وي چې افغانستان په بېلابېلو برخو کې د پام وړ لاسته‌راوړنې لري او د سیاحت په برخه کې هم له مهمو ظرفیتونو او لاسته راوړنو څخه برخمن دی.

لنډ معلومات

موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-10-10 18:22:10

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د ګرځندوی او هوټلدارۍ انسټیټيوټ او د تحصیلي مشورتي خدمتونو شرکتونو اتحادیې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-10 14:43:14

د ګرځندوی او هوټلدارۍ انسټیټيوټ او د تحصیلي مشورتي خدمتونو شرکتونو اتحادیې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button