Politicsافغانستانپکتيادری

د ټولګټو وزیر په خوست او پکتیا کې له یو شمېر پروژو څخه… — Bakhtar

در حال تکمیلPoliticsپکتيا1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-10 18:22:12🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د افغانستان اسلامي امارت ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني، په خوست او پکتیا کې د یو شمېر رغنیزو پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه کړې ده. باختر اژانس ته د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې؛ ملا محمد عيسی ثاني، لومړۍ د خوست په سټو کنډو سیمه کې د پکتیا–خوست سړک، د خلبیسات پل له ساحې څخه چې د ټولګټو وزارت په پلان کې دی، د شمل کوټي پل، د یاد ولایت اړوند د یعقوبیو او زمبري سړک او د خوست ولایت د مرکز متون اړوند د ۸.۵ کیلومتره سړک، چې اوسمهال د یادو سړکونو ډیزاین چارې روانې دي؛ لیدنه کړې او د یادو پروژو د چارو بهیر یې ارزولی دی. هغه د دغه سفر په ترڅ کې، د پکتیا ولایت اړوند د زرګرانو سړک، د ګردېز–ډنډ پټان د ۲۵ کیلومتره سړک، د پکتیا–لوګر سړک، ځاځي اریوب سړک او د پکتيا – لوګر د ازرې ولسوالۍ له مسیر څخه هم لیدنه او د چارو ارزونه يې کړې ده. د ټولګټو وزیر د يادو پروژو تطبیق کوونکو ټیمونو او د قراردادي شرکتونو مسئولینو ته د چارو د چټکتیا او غوره کیفیت په اړه لازمې لارښوونې کړې دي. د قراردادي شرکتونو مسئولينو هم ډاډ ورکړی چې د اړوندو پروژو چارې به په پوره ژمنتیا، غوره کیفیت او ټاکلې موده بشپړې کړي.

اطلاعات کوتاه

مکانپکتيا
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-10 18:22:12

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د ټولګټو وزیر په خوست او پکتیا کې له یو شمېر پروژو څخه لیدنه وکړه

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-10 12:55:23

د ټولګټو وزیر په خوست او پکتیا کې له یو شمېر پروژو څخه لیدنه وکړه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button