د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست وایي، د کېکبوکسېنګ دیارلسم پړاو سیالۍ د هېواد له پنځو ولایتونو څخه د ۱۲۵ ورزشکارانو په ګډون په غزني ښار کې ترسره شوې. د سیالیو په پای کې د غزني لوبډلې د غوره لوبو په ترسره کولو سره لومړی مقام وګاټه. د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ دغه پنځهورځنۍ ټېسټ لوبه به د اکټوبر له نهمې تر ۱۳مې نېټې دوام وکړي. د افغانستان کرېکټ بورډ د مهالوېش له مخې، لوبه به د ابوظبۍ پر وخت سهار ۹:۳۰ بجې پیل شي. رحمت شاه په داسې مهال د ټېسټ لوبډلې مشري پر غاړه اخلي چې افغانستان د روانې اوږدې نړیوالې لوبیزې برنامې په پیل کې له بنګلهدېش سره یوازې یوه ټېسټ لوبه ترسره کوي. د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، ټېسټ کرېکټ د ملي لوبډلې د راتلونکو پلانونو مهمه برخه ده او د دې لوبې له لارې به افغان لوبغاړي د لوبې په اوږده بڼه کې د خپلې تجربې د پیاوړتیا فرصت ولري. د افغانستان کرېکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان د ټېسټ کرېکټ د اهمیت په اړه ویلي: «ټېسټ کرېکټ زموږ لپاره ډېر زیات اهمیت لري او موږ د لوبې په دې بڼه کې د افغان لوبډلې د پیاوړتیا او لاسته راوړنو د زیاتولو لپاره خپلې هڅې روانې ساتو.» افغانستان د دې ټېسټ لپاره په خپل نوملړ کې یو شمېر لوبغاړي هم بېرته شامل…
Quick facts
Timeline
-
AF International
په غزني کې د کېکبوکسېنګ دیارلسم پړاو سیالۍ د ۱۲۵ ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې
Sources
Afghan sources
په غزني کې د کېکبوکسېنګ دیارلسم پړاو سیالۍ د ۱۲۵ ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې