Kabulافغانستانامنیتدری

امریکا کې د ډزو پېښه؛ اته کسان وژل شوي او بریدګر هم ځان‌وژنه… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-11 04:47:06🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د امریکا د پنسلوانیا ایالت په اېري ښار کې د ډزو یوه پېښه کې د یوې میندوارې ښځې او څو ماشومانو په ګډون اته کسان وژل شوي او بریدګر هم له پېښې وروسته ځان‌وژنه کړې ده. د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د اېري ښار د پولیسو مشر ریک لوره د شنبې په ورځ ویلي چې بریدګر ۴۵ کلن و او له اوو قربانیانو سره یې کورنۍ اړیکې لرلې؛ اتم قرباني د دې کورنۍ ملګری و. د هغه په خبره، په قربانیانو کې یو پنځه کلن هلک، یوه یوه‌کلنه نجلۍ، دوه ښځې او دوه ځوانان هم شامل دي. د دوو نورو ښځو مړي له کوره بهر موندل شوي دي. پولیسو ویلي چې د پېښې انګېزه لا نه ده روښانه شوې او په اړه یې څېړنې روانې دي. د سیمې څارنوالې الیزابت هیرز له خلکو غوښتي چې د پېښې په اړه د اوازو او ناتایید شوو معلوماتو له خپرولو ډډه وکړي. د پنسلوانیا والي جاش شاپیرو هم د قربانیانو له کورنیو او سیمه‌ییزو چارواکو سره د خپل حکومت بشپړ ملاتړ څرګند کړی دی. د یادونې ده، اېري ښار د امریکا د پنسلوانیا ایالت په شمال کې، د پیټسبورګ ښار شاوخوا ۱۹۰ کیلومتره لرې موقعیت لري.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-11 04:47:06

خط زمانی

  1. Pajhwok

    امریکا کې د ډزو پېښه؛ اته کسان وژل شوي او بریدګر هم ځان‌وژنه کړې ده

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-11 09:15:15

امریکا کې د ډزو پېښه؛ اته کسان وژل شوي او بریدګر هم ځان‌وژنه کړې ده

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button