کابل (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د امریکا د پنسلوانیا ایالت په اېري ښار کې د ډزو یوه پېښه کې د یوې میندوارې ښځې او څو ماشومانو په ګډون اته کسان وژل شوي او بریدګر هم له پېښې وروسته ځانوژنه کړې ده. د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د اېري ښار د پولیسو مشر ریک لوره د شنبې په ورځ ویلي چې بریدګر ۴۵ کلن و او له اوو قربانیانو سره یې کورنۍ اړیکې لرلې؛ اتم قرباني د دې کورنۍ ملګری و. د هغه په خبره، په قربانیانو کې یو پنځه کلن هلک، یوه یوهکلنه نجلۍ، دوه ښځې او دوه ځوانان هم شامل دي. د دوو نورو ښځو مړي له کوره بهر موندل شوي دي. پولیسو ویلي چې د پېښې انګېزه لا نه ده روښانه شوې او په اړه یې څېړنې روانې دي. د سیمې څارنوالې الیزابت هیرز له خلکو غوښتي چې د پېښې په اړه د اوازو او ناتایید شوو معلوماتو له خپرولو ډډه وکړي. د پنسلوانیا والي جاش شاپیرو هم د قربانیانو له کورنیو او سیمهییزو چارواکو سره د خپل حکومت بشپړ ملاتړ څرګند کړی دی. د یادونې ده، اېري ښار د امریکا د پنسلوانیا ایالت په شمال کې، د پیټسبورګ ښار شاوخوا ۱۹۰ کیلومتره لرې موقعیت لري.
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
امریکا کې د ډزو پېښه؛ اته کسان وژل شوي او بریدګر هم ځانوژنه کړې ده
Sources
Afghan sources
امریکا کې د ډزو پېښه؛ اته کسان وژل شوي او بریدګر هم ځانوژنه کړې ده