Summary: د نورستان ولایت د مرکز پارون په ګډون شپږو ولسوالیو کې د اوبو رسولو د ۱۰ شبکو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي محمد ظاهر زرکمر باختر اژانس ته ویلي، چې دغه شبکې د مرکز پارون په ګډون وانټ، واما، مڼدول، دواب، کامدېش او برګمټال ولسوالیو کې د یونیسف په مالي ملاتړ د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړې شوې، چې پر مټ یې د یادو ولسوالیو ۲ زره ۴۴۷ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي. هغه زیاته کړې چې په دغه پروژه کې د سیمې ۱۰ زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه او دا مهال د اوبو رسولو ۱۰ نورې شبکې هم تر کار لاندې دي.ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د یادو شبکو په جوړېدو خوښي څرګنده کړې او ویلي يې دي، چې د یادو شبکو په جوړېدو سره به یې د څښاک پاکو اوبو په برخه کې شته ستونزې هوارې شي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
نورستان کې نږدې ۲۵۰۰ کورنیو ته د څاک پاکې اوبه برابرې شوې