EnglishKabulافغانستانامنیت

ټرمپ له حوثیانو سره په جګړه کې د امریکا د ښکېلتیا احتمال ارزوي — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-11 06:34:33🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر د سعودي عربستان په ریاض کې د ملک خالد پر نړۍوال هوايي ډګر د حوثیانو وروستی برید «وحشتناک» بللی او ویلي یې دي چې ډېر ژر به د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره خبرې وکړي. د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند عمومي اداره وايي، د شنبې په ورځ د ریاض د ملک خالد پر نړۍوال هوايي ډګر د برید له امله ۱۲ کسان وژل شوي او ۳۰۹ نور ټپیان شوي دي. د راپورونو له مخې، د ځینو ټپیانو روغتشیايي وضعیت نازک دی. رویټرز راپور ورکړی چې حوثیانو د دغه برید مسوولیت منلی او دا په یوه اونۍ کې پر ملک خالد نړۍوال هوايي ډګر درېیم برید و. په همدې حال کې، د الجزیرې د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن (یکشنبه) په انډروز پوځي اډه کې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې واشنګټن ارزوي چې ایا له حوثیانو سره په جګړه کې ښکېل شي او که نه. هغه زیاته کړې چې په دې اړه به ژر پرېکړه وشي. بلخوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم تایید کړې چې په دغه برید کې د امریکا یو وګړی هم وژل شوی دی. د راپور له مخې، روبیو دغه بریدونه «د نه منلو وړ» بللي او د پای ته…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-11 06:34:33

Timeline

  1. Pajhwok

    ټرمپ له حوثیانو سره په جګړه کې د امریکا د ښکېلتیا احتمال ارزوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-11 11:04:02

ټرمپ له حوثیانو سره په جګړه کې د امریکا د ښکېلتیا احتمال ارزوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button