KabulSportsافغانستاندری

له بنګله‌دېش سره لوبه؛ افغان ملي لوبډلې په لومړۍ پاڼې کې ۲۴۰ منډې… — Pajhwok

در حال تکمیلSportsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-11 07:48:42🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۵): د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د ټېسټ‌لوبې په درېیمه ورځ افغان لوبډلې په لومړۍ پاڼې یا اننګز کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۰ منډې وکړې. د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ یوازېنې ټېسټ‌لوبه د اکټوبر په نهمه د ابوظبۍ په زاید کرکټ لوبغالي کې پیل شوې ده. په دې لوبه کې د بنګله‌دېش لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په لومړۍ پاڼې (اننګز) کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۳۴۶ منډې وکړې. همدارنګه په لومړۍ پاڼې کې محمد سلیم ساپي څلور، یمین خان احمدزي درې، عصمت عالم دوه او قیس احمد د بنګله‌دېش یو لوبغاړي وسوځول. افغان کرکټ ملي لوبډلې د بنګله‌دېش له لوري د ۳۴۶ منډو ورکړل شوی هدف ترلاسه نه کړ او په لومړۍ پاڼې کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۰ منډې وکړې او ۱۰۶ منډې د بنګله‌دېش څخه شاتې پاتې شوه. د افغانستان له لوري په توپوهنه کې لوبډلمشر رحمت‌شاه ۱۰۵ ناسوځېدلی منډې وکړې، عبدالمالک ۶۲، اکرام علي‌خېل ۳۲ او شاهد الله ۲۰ منډې وکړې. دغه‌راز، په یاده لوبه کې د بنګله‌دېش تېز توپ اچوونکي حسن محمود سرپرسر درې افغان لوبغاړي سوځول «هټریک» یې وکړ او د بنګله‌دېش په کرکټ کې لومړنی تېز توپ اچوونکی شو چې دا کارنامه کوي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSports
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-11 07:48:42

خط زمانی

  1. Pajhwok

    له بنګله‌دېش سره لوبه؛ افغان ملي لوبډلې په لومړۍ پاڼې کې ۲۴۰ منډې وکړې

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-11 12:17:11

له بنګله‌دېش سره لوبه؛ افغان ملي لوبډلې په لومړۍ پاڼې کې ۲۴۰ منډې وکړې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button