کابل (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۵): د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ د ټېسټلوبې په درېیمه ورځ افغان لوبډلې په لومړۍ پاڼې یا اننګز کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۰ منډې وکړې. د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ یوازېنې ټېسټلوبه د اکټوبر په نهمه د ابوظبۍ په زاید کرکټ لوبغالي کې پیل شوې ده. په دې لوبه کې د بنګلهدېش لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په لومړۍ پاڼې (اننګز) کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۳۴۶ منډې وکړې. همدارنګه په لومړۍ پاڼې کې محمد سلیم ساپي څلور، یمین خان احمدزي درې، عصمت عالم دوه او قیس احمد د بنګلهدېش یو لوبغاړي وسوځول. افغان کرکټ ملي لوبډلې د بنګلهدېش له لوري د ۳۴۶ منډو ورکړل شوی هدف ترلاسه نه کړ او په لومړۍ پاڼې کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۰ منډې وکړې او ۱۰۶ منډې د بنګلهدېش څخه شاتې پاتې شوه. د افغانستان له لوري په توپوهنه کې لوبډلمشر رحمتشاه ۱۰۵ ناسوځېدلی منډې وکړې، عبدالمالک ۶۲، اکرام عليخېل ۳۲ او شاهد الله ۲۰ منډې وکړې. دغهراز، په یاده لوبه کې د بنګلهدېش تېز توپ اچوونکي حسن محمود سرپرسر درې افغان لوبغاړي سوځول «هټریک» یې وکړ او د بنګلهدېش په کرکټ کې لومړنی تېز توپ اچوونکی شو چې دا کارنامه کوي.
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
له بنګلهدېش سره لوبه؛ افغان ملي لوبډلې په لومړۍ پاڼې کې ۲۴۰ منډې وکړې
Sources
Afghan sources
له بنګلهدېش سره لوبه؛ افغان ملي لوبډلې په لومړۍ پاڼې کې ۲۴۰ منډې وکړې