Kabulافغانستانامنیتدری

فضلي: امریکا د دوحې له ناستې وړاندې ویلي وو چې د افغانانو د… — AF International

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-11 09:59:58🎙 رادیو را بشنوید

د تېر جمهوري نظام د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي وايي، امریکا په ۲۰۱۸ کال کې افغانانو ته د ښځو د حقونو په ګډون د خپلو ارزښتونو د دفاع سپارښتنه کړې وه، خو د ده په وینا، هغوی بیا هم له طالبانو سره تعامل وکړ. د کرسچن ساینس مانټر د راپور له مخې، په کابل او د افغانستان په نورو سیمو کې یو شمېر حرفوي مرکزونه او کورني ټولګي په ظاهره د خیاطۍ او لاسي صنایعو زده‌کړې وړاندې کوي، خو په پټو خونو کې پکې انګلیسي، ریاضي، کیمیا، فزیک او کمپیوټر هم تدریسېږي. ارغوان، چې اوس ۲۳ کلنه ده، وایي باید دا مهال د طب پوهنځي وروستي کلونه يې بشپړ کړي وای، خو د نجونو د زده‌کړو تر بندېدو وروسته اړ شوې چې په یوه زیرزمینې ټولګي کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي. هغې ویلي: «کله چې دې ټولګۍ ته ځم، داسې احساس کوم لکه بېرته ښوونځي ته ستنه شوې یم. داسې احساس کوم چې بیا ژوندۍ شوې یم.» راپور د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د ۲۰۲۵ کال سروې ته اشاره کوي چې له مخې یې ۹۲ سلنه افغانانو د نجونو زده‌کړې مهمې بللې دي. د راپور له مخې، طالبان په ۲۰۲۱ کال کې د نجونو پر منځنیو زده‌کړو او په ۲۰۲۲ کال کې یې پر لوړو زده‌کړو بندیز ولګاوه. ارغوان وایي، هغه ورځ یې لا هم په…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-11 09:59:58

خط زمانی

  1. AF International

    فضلي: امریکا د دوحې له ناستې وړاندې ویلي وو چې د افغانانو د ارزښتونو دفاع نه شي کولی

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-11 08:21:40

فضلي: امریکا د دوحې له ناستې وړاندې ویلي وو چې د افغانانو د ارزښتونو دفاع نه شي کولی

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button