افغانستانامنیتپښتو

د ناټو پخوانۍ سلاکاره: د طالبانو حکومت د هبت‌الله د لیدلوري او شخصي… — AF International

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-11 10:00:04🎙 راډیو واورئ

په افغانستان کې د ناټو پخوانۍ سلاکارې ډونا ار کنګ د ملګرو ملتونو د سرمنشي د سپټمبر د ۹مې راپور ته په اشارې ویلي، د طالبانو حکومتولي د دې ډلې د مشر هبت‌الله اخوندزاده د لیدلوري پلي کولو او هغه ته د شخصي وفادارۍ پر بنسټ ولاړه ده. په پاکستان کې د افغان محصلینو د اتحادیې مشر صدیق شریعتي افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، د پاکستان د لومړي وزیر له دفتره په خپره شوې خبرتیا کې د افغان طبي او غیرطبي محصلینو د زده‌کړو د دوام لپاره نوي شرایط ټاکل شوي دي. شریعتي وايي، د خبرتیا له مخې، هغه افغان محصلین چې معتبرې ویزې او قانوني اسناد لري، کولی شي په پاکستان کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي؛ خو هغه محصلین چې معتبره ویزه یا اړین اسناد نه لري، اړ دي چې د اکتوبر تر ۱۰مې له پاکستان څخه ووځي او افغانستان ته ستانه شي. د نوموړي په وینا، د معتبر اسنادو لرونکو محصلینو لپاره هم ځینې شرایط ټاکل شوي، چې د پولیسو د تصفیې سند، پاسپورټ او نور اړین اسناد پکې شامل دي. هغه زیاته کړه چې د طبي محصلینو د زده‌کړو د دوام لپاره د پوهنتونونو او طبي زده‌کړو د اړوندو ادارو د ثبت او تایید شرایط هم مطرح شوي دي. شریعتي وویل، په خبرتیا کې راغلي چې هغه افغان محصلین چې د سپټمبر له لومړۍ نېټې مخکې یې…

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-11 10:00:04

مهالوېش

  1. AF International

    د ناټو پخوانۍ سلاکاره: د طالبانو حکومت د هبت‌الله د لیدلوري او شخصي وفادارۍ پر محور راڅرخي

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-11 06:25:09

د ناټو پخوانۍ سلاکاره: د طالبانو حکومت د هبت‌الله د لیدلوري او شخصي وفادارۍ پر محور راڅرخي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button