Healthافغانستاندری

حنفي: د اسلامي همکاریو سازمان کولای شي له نړۍ سره د افغانستان د… — Bakhtar

در حال تکمیلHealth1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-11 18:27:10🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي نن د اسلامي همکاریو سازمان د سرمنشي له مرستیال او د افغانستان لپاره د ياد سازمان ځانګړي استازي ډاکتر طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل. ارګ په يوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د رياست الوزراء اداري مرستيال ياد پلاوي ته ښه راغلاست ويلي او د اسلامي امارت او د اسلامي همکاریو سازمان تر منځ يې مثبتې اړيکې ستايلې دي. ورته مهال د اسلامي همکاریو سازمان د سرمنشي مرستيال ويلي چې له افغانستان سره په بشري، زده کړو او روغتيا برخو کې به د ياد سازمان مرستې دوام ولري او دا مهال يې په همکارۍ ګڼې پروژې د تطبيق په حال کې دي. ډاکتر طارق علي بخيت د نشه يي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت پرېکنده مبارزه ستايلې او زياته کړې يې ده، چې د ملګرو ملتونو راپورونو هم دغه مبارزه تاييد کړې ده. نوموړي له ګاونډيو هېوادونو سره د افغانستان مثبتې او ښې اړيکې ستايلې او ويلي يې دي، چې له ځينو هېوادونو سره رامنځته شوې ستونزې بايد د خبرو او مفاهمې له لارې حل شي. په همدې حال کې د رياست الوزراء اداري مرستيال د سولې او ثبات ټينګښت، نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې، له ګاونډيو هېوادونو څخه د اخراج شويو افغان کډوالو سالم مدیریت او پرمختيایي برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې تشريح کړې. ښاغلي حنفي زياته کړې، چې د اسلامي همکاریو سازمان کولای شي د سيمې او نړۍ هېوادونو سره د افغانستان اړيکو پياوړتيا کې خپل مثبت رول ولوبوي. هغه همدارنګه د اسلامي همکاریو سازمان څخه غوښتي، چې له افغانستان سره په مختلفو برخو کې خپلې مرستې نورې هم زياتې او د نشه يي توکو پر وړاندې اغېزناکې مبارزې ته په کتو د بديل معيشت برنامې ته لا ډېره توجه وکړي.

اطلاعات کوتاه

موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-11 18:27:10

خط زمانی

  1. Bakhtar

    حنفي: د اسلامي همکاریو سازمان کولای شي له نړۍ سره د افغانستان د اړيکو په پياوړتيا کې مثبت رول ولوبوي

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-11 15:17:33

حنفي: د اسلامي همکاریو سازمان کولای شي له نړۍ سره د افغانستان د اړيکو په پياوړتيا کې مثبت رول ولوبوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button