Summary: د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو ریاست، د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې په مالي ملاتړ، په بلخ او کابل کې د ۱۵۰ ځوانانو لپاره د فریلنسینګ درې میاشتنی روزنیز پروګرام پیل کړی و؛ چې نن یې د فراغت مراسم ترسره او د دغه پروګرام ګډونوالو ته یو یو لپټاپ کمپیوټر ووېشل شول. د يادو ځوانانو د فراغت غونډې په پيل کې، د ځوانانو چارو رئیس سید محمد داؤد آغا هاشمي، د ځوانانو علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو په برخه کې «د اسلامیک ریلیف» مؤسسې او نورو مؤسسو له همکاریو څخه مننه او زیاته یې کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو لپاره زمینې برابرولو ته ژمن دی او تر دې مهاله یې له بېلابېلو مؤسسو سره د ځوانانو لپاره د روزنیزو پروګرامونو د ترسره کولو په موخه هوکړه لیکونه هم لاسلیک کړي دي.هغه له فارغانو څخه وغوښتل چې د خپل علمي ظرفیت لوړولو لپاره دې له شته فرصتونو څخه ګټه واخلي. مولوي هاشمي همدا رنګه، د ځوانانو په برخه کې له فعالو مؤسسو څخه وغوښتل چې د ورته نورو روزنیزو پروګرامونو په جوړولو او پلي کولو کې هم همکاري وکړي او خپل فعاليتونه دې د ځوانانو چارو له رياست سره د شويو هوکړه ليکونو پر بنسټ ترسره کړي.وروسته، په افغانستان کې د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې عمومي مسوول محمد ذوالقرنین عباس، د روزنیزو پروګرامونو د جوړولو په برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو ریاست له همکارۍ څخه مننه وکړه او ویې ویل: یادې مؤسسې په بېلابېلو ولایتونو کې د بېوزله ځوانانو لپاره بېلابېل روزنیز پروګرامونه ترسره کړي او په راتلونکي کې هم د نورو روزنیزو پروګرامونو د پلي کولو پلان لري.دغه راز د یادې مؤسسې د روزنیزو پروګرامونو مسوول سید محمد کبیر ویاړ، د مؤسسې د روزنیزو پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې د فریلانسینګ دغه درې میاشتنی روزنیز پروګرام د ۱۵۰ ځوانانو لپاره جوړ شوی و چې له جملی څخه یې ۵۰ تنه په بلخ او ۱۰۰ تنه په کابل کې وروزل شول.فارغانو هم د ياد پروګرام د ترسره کولو په خاطر، له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه د مننې ترڅنګ؛ د دغه شان روزنيزو پروګرامونه د ترسره کولو غوښتنه وکړه.هېره دې نه وي چې د «اسلاميک ريليف» مؤسسه د اړمنو کسانو د لاسنيوي په موخه، د افغانستان په ګډون د نړۍ په څلوېښتو هېوادونو کې د روغتيا، د ځوانانو معيشت، روزنې، ظرفيت لوړولو او نورو برخو کې بېلابېل خدمتونه وړاندې کوي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
لسګونه ځوانان د فریلنسینګ له روزنيز پروګرام څخه فارغ شول