Summary: د نورستان په مرکز پارون کې د خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه یو ورځنی سمینار ترسره شو، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي د دغه ولایت یو شمېر مسوولینو، علماوو، استادانو او خبریالانو پکې ګډون کړی و. د نورستان د اطلاعاتو او کلتو رئیس مولوي نجیب الله حنیف د سمینار د پرانیستې پر مهال وویل چې په ټولنه کې ژورنالستان او قلموال مبارزین ځانګړی اهمیت لري دوی ټولنې ته د پرمختګ او ځان بساینې الهام ورکوي، زموږ ژورنالستان ژمن خلک دي او تل یې د هېواد پرمختګ او د ولسونو د افکارو جوړولو په برخه کې مهم رول ترسره کړی دی.د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي وویل افغانستان هره ورځ د پرمختګ په لور ګامونه اخلي او په بېلابېلو برخو ډېر پرمختګونه شوي دي، چې په شلو کلونو کې هم ممکن نه وو، له دې څخه څرګندېږي، چې اسلامي نظام د هېواد د آبادۍ لپاره قوي عزم او ټینګه اراده کړې ده.نوموړي زیاته کړه، چې اسلامي امارت په تېرو پنځو کلونو کې ډېرې لاسته راوړنې لري اشغال ختم شوی دی، د ولسونو د سر او مال حفاظت شوی د او د عمومي عفوې په وسیلې په هېواد کې د خپل منځیو جگړو مخه نیول شوې ده نو راځئ! په ګډه د هېواد د آبادی لپاره کار وکړو.د نورستان والي قاري زین العابدین عابد په دغه سمینار کې ویلي، چې اسلامي نظام د الله تعالی ستر نعمت دی د دې نعمت شکر ادا کول، ساتنه او د اصولو رعایت د ټولو مسلمانانو مسوولیت دی امنیت د ټولنې د ثبات، پرمختګ، تعلیم، اقتصادي ودې او د خلکو د هوساینې بنسټ دی او د دغه امنیت ساتنه د ټولو ګډ مسوولیت دی.یادونې وړ ده، چې د یاد سیمینار د جوړولو موخه د هېواد په رسنیز ډګر کې د خبریالانو فکري اصلاح او ظرفیتونه لوړول دي، ترڅو د خبریالانو غوښتنې او ستونزې له نږدې وڅېړل شي او د حل په موخه یې لازمې هڅې ترسره شي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
نورستان کې د خبریالانو د فکري او مسلکي ظرفیت لوړولو سمینار جوړ شو
سرچینې
Afghan sources
نورستان کې د خبریالانو د فکري او مسلکي ظرفیت لوړولو سمینار جوړ شو