په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) خبرداری ورکړی، چې افغانستان د جګړې پر ناچاودو توکو د مرګ او ژوبلې له پلوه د نړۍ درېیم هېواد دی او اوس هم پراخې سیمې پر ماینونو او مهماتو ککړې پاتې دي. یوناما په یوه پیغام کې ټینګار کړی، چې د ماینپاکۍ مؤسسو ته د مالي ملاتړ د برابرولو هڅې روانې دي. دا مؤسسې د ځمکنیو ماینونو او نورو وژونکو چاودېدونکو توکو د پاکولو لپاره هره ورځ کار کوي او دغه راز د هېواد پر کچه خلکو ته د دغو توکو د خطرونو په اړه عامه پوهاوی ورکوي. د دې پیغام له مخې، ماشومان د دې ګواښ پر وړاندې تر ټولو زیانمنونکي دي او د دغو توکو له کبله د ټولې مرګ او ژوبلې ۸۰ سلنه جوړوي. ډېر ماشومان له ناچاودو توکو سره د لوبو پر مهال ټپیان کیږي او یا خپل ژوند له لاسه ورکوي. یوناما ټینګار کړی، چې عامه پوهاوی او ګډه همکاري د وژونکو پېښو په مخنیوي او د انسانانو د ژوند په ژغورلو کې مهم رول لوبولی شي. دې ادارې له خلکو غوښتي، چې د هر ډول ناپېژندل شوي یا شکمن شي د لیدلو په صورت کې لاس ور نهوړي او سمدستي یې په اړه اړوند چارواکو او امنیاي ځواکونو ته خبر ورکړي. امیرخان متقي د اسلامي همکاریو ټولنې د سرمنشي له مرستیال سره د اړیکو پر…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Ariananews
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News
سرچینې
Afghan sources
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News