Kabulافغانستانامنیتپښتو

اتریش افغانستان ته د محکومو افغان وګړو د ستنولو لپاره چمتووالی نیسي — AF International

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-11 22:01:45🎙 راډیو واورئ

د اتریش د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه هېواد افغانستان ته د محکومو افغان وګړو د ستنولو لپاره چمتووالی نیسي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۱۷۰ افغان وګړي له اتریش څخه اېستل شوي دي. د کرسچن ساینس مانټر د راپور له مخې، په کابل او د افغانستان په نورو سیمو کې یو شمېر حرفوي مرکزونه او کورني ټولګي په ظاهره د خیاطۍ او لاسي صنایعو زده‌کړې وړاندې کوي، خو په پټو خونو کې پکې انګلیسي، ریاضي، کیمیا، فزیک او کمپیوټر هم تدریسېږي. ارغوان، چې اوس ۲۳ کلنه ده، وایي باید دا مهال د طب پوهنځي وروستي کلونه يې بشپړ کړي وای، خو د نجونو د زده‌کړو تر بندېدو وروسته اړ شوې چې په یوه زیرزمینې ټولګي کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي. هغې ویلي: «کله چې دې ټولګۍ ته ځم، داسې احساس کوم لکه بېرته ښوونځي ته ستنه شوې یم. داسې احساس کوم چې بیا ژوندۍ شوې یم.» راپور د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د ۲۰۲۵ کال سروې ته اشاره کوي چې له مخې یې ۹۲ سلنه افغانانو د نجونو زده‌کړې مهمې بللې دي. د راپور له مخې، طالبان په ۲۰۲۱ کال کې د نجونو پر منځنیو زده‌کړو او په ۲۰۲۲ کال کې یې پر لوړو زده‌کړو بندیز ولګاوه. ارغوان وایي، هغه ورځ یې لا هم په یاد…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-11 22:01:45

مهالوېش

  1. AF International

    اتریش افغانستان ته د محکومو افغان وګړو د ستنولو لپاره چمتووالی نیسي

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-11 17:29:33

اتریش افغانستان ته د محکومو افغان وګړو د ستنولو لپاره چمتووالی نیسي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button