د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان د افغانستان د د طالبانو د حکومت د ریاستالوزرا له اقتصادي مرستیال مولوي عبدالغني برادر اخند او ورسره پلاوي سره په لیدنې کې، د وروستیو پوځي بریدونو د غندنې په اړه د کابل د ملاتړ په خاطر مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمینځ ئې د هر اړخیزو اړیکو پراختیا د ایران د بهرني سیاست یو سټراتیژیک لومړیتوب وباله. زمونږ خبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ ،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر پزشکیان له کابل سره د اړیکو پر پراختیا په ټینګار سره ووئیل؛ د ایران پر ضد د په جنګ کې د افغانستان دریځ د قدرونې وړ دی. د ایران ولسمشر همدارنګه د هر ډول همکارۍ په اړه چې له یرغلګرو سره ترسره شي خبرداری ورکړ او ټینګار ئې وکړ چې تهران به د خپلو ټولو حقوقي او ډیپلوماټیکو ظرفیتونو په کارولو سره، د دغو بریدونو عاملان او ملاتړي په نړیوالو بنسټونو کې ځواب ویلو ته اړ کړي. ډاکټر پزشکیان د سیمې د ثبات او امنیت د پیاوړتیا په اړه د ایران پر اصولي دریځ ټینګار وکړ او ویې ویل:ایران تل له سیمهییزو هېوادونو سره د ښه ګاونډیتوب، متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ اړیکې غوښتي دي او لا هم هوډ لري چې له خپلو ګاونډیانو سره خپلې اړیکې لا پراخې کړي. د ایران ولسمشر…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Parstoday
اسلامی ایران له ګاونډیانو سره ښې اړیکې په خپل لومړیتوب کې لري
سرچینې
External sources
اسلامی ایران له ګاونډیانو سره ښې اړیکې په خپل لومړیتوب کې لري