EnglishKabulPoliticsافغانستان

اروپايي ټولنې له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ — Pajhwok

DevelopingPoliticsKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-12 07:53:14🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۵): د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازی وایي، دغه ټولنه به له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي او همدارنګه د راستنېدونکو برخه کې هم همکارۍ ته چمتو ده. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت وزیر مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي نیکولا بیلومو سره تعارفي لیدنه وکړه. سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې راستنو شوو ته د مرستو رسولو، بیا مېشتېدنې او دایمي حل‌لارو په اړه خبرې وشوې. خبرپاڼه کې راغلي، نیکولا بیلومو د اسلامي امارت له خوا د میلیونونو راستنو شوو افغانانو د لړۍ د ښه مدیریت ستاینه وکړه. هغه زیاته کړې چې د اته میلیونه په شاوخوا کې د راستنو شوو راتګ د ستونزمن او پېچلي حالت سبب کېدای شي؛ خو له نېکه‌مرغه اسلامي امارت پر دغې پروسې برلاسی دی. نوموړي ډاډ څرګند کړ چې اروپايي ټولنه به له افغانانو سره بشري مرستو ته دوام ورکړي. هغه ویلي چې اروپایي ټولنه راستنو شوو ته د اغېزناک کار او د ستونزو حل برخه کې همکارۍ او مرستو ته چمتو ده. د کډوالو وزارت لیکلي، مولوي عبدالکبیر له اړمنو کورنیو سره د نړۍوالو بنسټونو له مرستو مننه وکړه. نوموړي نیکولا بیلومو ته د دندې مبارکي ویلې او زیاته یې کړه چې اسلامي…

Quick facts

LocationKabul
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-10-12 07:53:14

Timeline

  1. Pajhwok

    اروپايي ټولنې له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-12 12:22:03

اروپايي ټولنې له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button