شبرغان (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۵): د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې یو شمېر ښځې چې د بادرنګو د شنو خونو په جوړولو یې ځانونو ته د کار او عاید زمینه برابره کړې، وايي چې سږ کال یې حاصلات د سختې ګرمۍ او اوبو د کموالي له امله کم وو او له حکومت او موسسو غوښتنه کوي څو له دوی سره د تخمونو او څاڅکي اوبولګولو سیستم جوړولو برخو کې مرسته وکړي. د بادرنګو شنې خونه کې د یو شمېر ښځو بوختیا د شبرغان اوسېدونکې ۳۹ کلنې ملکې پژواک ته وویل چې شاوخوا دوه کاله مخکې یې د «اکټېډ» مؤسسې په همکارۍ د ۵۰ زره افغانیو په لګښت د شبرغان ښار په «زیرچنار» سیمه کې د بادرنګو شنه خونه جوړه کړه. هغې زیاته کړه چې په دې شنه خونه کې ۲۵ ښځو ته د کار زمینه برابره وه او د بادرنګو عاید به یې د ټولو ترمنځ وېشل کېدل. خو هغې وویل چې په لومړي کال یې ښه حاصلات لرل؛ خو سږ کال یې د سختې ګرمۍ او د اوبو د کمښت له امله د بادرنګو بوټو ښه وده ونه کړه. په همدې حال کې، د دې سیمې د بادرنګو یوې بزګرې ۳۷ کلنې لیلما وویل چې تېر کال یې فارم دومره حاصل کړی و چې یوه برخه یې د خپلو کورنیو د اړتیاوو لپاره کاروله او پاتې یې بازار…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
شبرغان کې د بادرنګو شنې خونې؛ د اوبو کمښت د یو شمېر ښځو بزګري اغېزمنه کړې ده
سرچینې
Afghan sources
شبرغان کې د بادرنګو شنې خونې؛ د اوبو کمښت د یو شمېر ښځو بزګري اغېزمنه کړې ده