افغانستانامنیتدری

د ژمي په درشل کې؛ اوچا وایي په افغانستان کې زرګونه کډوالې کورنۍ… — AF International

در حال تکمیلSecurity1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-12 10:06:12🎙 رادیو را بشنوید

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر «اوچا» د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۰مه) ویلي، چې د ژمي په درشل کې په افغانستان کې زرګونه ستنې شوې کډوالې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. دغه ادارې زیاته کړې:‌ «بشري‌ مرستې باید ونه ځنډېږي». دغه راپور چې د ملګرو ملتونو سرمنشي د امنیت شورا ته وړاندې کړی، دوشنبه ( د تلې ۲۰مه) خپور شوی او د ۲۰۲۳کال د جنورۍ له لومړۍ د ۲۰۲۵کال د ډسمبر تر ۳۱مې نېټې پورې موده رانغاړي.په راپور کې راغلي، چې ناامنۍ، بې‌وزلۍ، بې‌ځایه کېدو، چاپېریالي ستونزو او د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونو د افغان ماشومانو پر ژوند ناوړه اغېز کړی دی. د راپور له مخې، که څه هم د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونې پېښې د تېر راپور پرتله ۳۸ سلنه کموالی ښیي؛ خو ملګري ملتونه ټینګار کوي چې دغه کمښت افغانستان کې د ماشومانو د وضعیت د ښه کېدو په معنا نه‌دی. راپور زیاتوي، د ماشومانو پر وړاندې تر ټولو ډېرې سرغړونې د بشري مرستو په برخه کې ثبت شوې چې د تېرې دورې پرتله ۱۸۹ سلنه زیاتوالی ښيي او شمېر یې ۲زره او ۲۴۱ پېښو ته رسېدلی دی. همدارنګه په دې موده کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې ۱۴۱۵ پېښې ثبت شوې دي، چې له دې ډلې ۴۴۶ ماشومان وژل شوي او ۹۶۹ نور ټپیان شوي دي. په…

اطلاعات کوتاه

موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-12 10:06:12

خط زمانی

  1. AF International

    د ژمي په درشل کې؛ اوچا وایي په افغانستان کې زرګونه کډوالې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-12 05:27:37

د ژمي په درشل کې؛ اوچا وایي په افغانستان کې زرګونه کډوالې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button