پارس تودی کابل- امنیتي چارواکي وایي، په فراه ولایت کې ٨٤ تنه چې مېرمنې او کوچنیان هم په کې دي پرداسې مهال نیولي، چې ایران ته یې له قاچاقي لارې دتللو هڅه کوله. زمونږ د خبریال له راپور سره سم، د قول اردو مطبوعاتي دفتر له لورې په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دنهمې سرحدي لوا ځواکونو د فراه ولایت د لاش و جوین ولسوالۍ په پشمکي سیمه کې ٨٤ تنه چې مېرمنې او کوچنیان هم په کې دي، پر داسې مهال نیولي چې غوښتل یې له قاچاقي لارې دایران اسلامي جمهوریت ته ولاړ شي. په خبرپاڼه کې راغلي ، چې نیول شوي کسان دوروستیو کړنو په موخه اړوندو ادارو ته سپارل شویدي.خبرپانه وایي، چې امنیتي ځواکونه دانساني قاچاق په مخنیوي کې جدي دي او چاته به اجازه ورنکړي چې په هېواد کې د نافذه قوانینو پر خلاف کړنې ترسره کړي. امنیتي چارواکي وایي، په فراه ولایت کې ٨٤ تنه چې مېرمنې او کوچنیان هم په کې دي پرداسې مهال نیولي، چې ایران ته یې له قاچاقي لارې دتللو هڅه کوله. د قول اردو مطبوعاتي دفتر له لورې په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دنهمې سرحدي لوا ځواکونو د فراه ولایت د لاش و جوین ولسوالۍ په پشمکي سیمه کې ٨٤ تنه چې مېرمنې او کوچنیان هم په کې دي، پر داسې مهال نیولي…
Quick facts
Timeline
-
Parstoday
په نیمروز کې په سرحد باندې د غیرقانوني مسافرو نیول کېدل
Sources
External sources
په نیمروز کې په سرحد باندې د غیرقانوني مسافرو نیول کېدل