EconomyEnglishافغانستانهرات

ايراني شرکتونو د هرات د اوسپنې کانونو په استخراج او پروسس کې پانګونې ليوالتيا وښوده

DevelopingEconomyهرات1 SourcesUpdated: 2026-10-12 11:01:30🎙 Listen to radio

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ایران د اسلامي جمهوریت له یوه اقتصادي پلاوي سره لیدلي او د بېلابېلو اقتصادي موضوعاتو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي. د یاد وزارت یوه خبرپاڼه وايي، په دې لیدنه کې چې يو تن افغان سوداګر فیض‌احمد خوافي هم حضور درلود، دواړو لورو د هرات د غوریان د اوسپنې ډبرو د کانونو د استخراج او پروسس په برخه کې د پانګونې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي اړیکو په اړه خبرې کړې دي.همدارنګه، دواړو لورو په افغانستان کې له ایراني تولیداتو څخه د کورنیو وسایلو د بسته‌بندۍ فابریکې جوړولو او د انلاین سوداګرۍ په برخه کې د ګډې پانګونې په اړه د نظرونو تبادله کړې ده. د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر د امام ابوحنیفه په پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې د ایراني شرکتونو د ګډون هرکلی کړی او له ایراني اقتصادي پلاوي څخه یې غوښتي چې په افغانستان کې د ايران لخوا د کورنیو وسایلو د بسته‌بندۍ د فابریکې د جوړولو په اړه خپله طرحه له دغه وزارت سره شریکه کړي. د اقتصادي چارو کارپوه امیدالله قاسمزی د افغانستان او ایران ترمنځ اقتصادي اړیکې مهمې بولي او وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او صنعتي همکاریو پراختیا کولای شي د اقتصادي فعالیتونو د زیاتېدو، د پانګونې د فرصتونو د رامنځته کېدو او د سوداګرو…

Quick facts

Locationهرات
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-10-12 11:01:30

Timeline

  1. Parstoday

    ايراني شرکتونو د هرات د اوسپنې کانونو په استخراج او پروسس کې پانګونې ليوالتيا وښوده

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-10-12 10:53:52

ايراني شرکتونو د هرات د اوسپنې کانونو په استخراج او پروسس کې پانګونې ليوالتيا وښوده

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button