د افغانستان بهرنیو چارو وزارت پر ریاض او د سعودي عربستان پر نورو هوايي ډګرونو د وروستیو بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او په دغو بریدونو کې یې د ملکي وګړو وژل او ټپي کېدل خواشینوونکي بللي دي. د دغه وزارت د ویاند عبدالقهار بلخي په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملکي وګړو پر ژوند او امنیت هر ډول برید د غندنې وړ دی. په خبرپاڼه کې راغلي، چې د تاوتریخوالي زیاتوالی او د جګړې پراخېدل د ټولې سیمې امنیت او ثبات له ګواښ سره مخ کوي. د بهرنیو چارو وزارت له ټولو ښکېلو لوریو غوښتي، چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي، د کړکېچ د زیاتېدا مخه ونیسي او د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره اړینې هڅې وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې د سعودي عربستان د چارواکو د څرګندونو له مخې، د ریاض پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر په وروستي برید کې یو تن وژل شوی او ۱۲ نور ټپیان شوي دي. #آریانانیوز#افغانستان #سعوديعربستان #بهرنیوچارووزارت اسلامي همکاریو ټولنې پر زړه د سوريو ماشومانو عملیاتي لګښتونه ومنل- نورجلال جلالي سترې محکمې د انګور باغ د ځمکو د پرېکړې د تطبیق امر کړی – بشپړ وضاحت د عامې روغتیا وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، نورجلال جلالي د اسلامي همکاریو ټولنې د سرمنشي له مرستیال سفیر طارق علي بخیت او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Ariananews
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News
منابع
Afghan sources
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News