افغانستانامنیتپښتوپنجشېر

پنجشېر کې پر یوه رنجر موټر له چاودنې وروسته طالبانو ۲۱ ځايي اوسېدونکي… — AF International

روان خبرSecurityپنجشېر1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-12 22:10:18🎙 راډیو واورئ

ځايي سرچینې وايي، د پنجشېر ولایت د چهار بزې په خواجه عبدالله‌خېل سیمه کې د طالبانو پر یوه رنجر موټر له چاودنې وروسته، دغې ډلې د سیمې ۲۱ اوسېدونکي نیولي دي. د سرچینو په وینا، په نیول شویو کسانو کې ماشومان او سپین‌ږیري هم شامل دي. د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازی اصف دراني له افغانستان انټرنشنل سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل لپاره باید بندیزونه لرې شي او د خلکو تګ راتګ ته لاره هواره شي. د نوموړي په وینا، د ترهګرۍ موضوع د دواړو خواوو لپاره مهمه ده. هغه زیاته کړې، چې که طالبان له پاکستان سره اړیکې ترینګلې کړي یا ورسره دښمني وکړي، نو «خپله پښه به په تبر ووهي» او په دې کار سره به ګټه ونه کړي او په افغانستان کې روانه ناامني ښايي نوره هم زیاته شي. د نوموړي په وینا، پاکستان نه یوازې له طالبانو سره بلکې دده په وینا، په تاریخي توګه د افغانستان له خلکو سره مرستې کړې، خو که طالبان د پاکستان پر وړاندې دا ډول ګامونو [ د ټي ټي پي ملاتړ] ته دوام ورکړي، زیان به یې خپله طالبانو او په ځانګړي ډول عامو افغانانو ته ورسېږي. هغه ویلي، چې پاکستان «د افغانانو لپاره د روزګار یو مهم ځای» دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د…

لنډ معلومات

ځایپنجشېر
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-12 22:10:18

مهالوېش

  1. AF International

    پنجشېر کې پر یوه رنجر موټر له چاودنې وروسته طالبانو ۲۱ ځايي اوسېدونکي نیولي

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-12 20:43:05

پنجشېر کې پر یوه رنجر موټر له چاودنې وروسته طالبانو ۲۱ ځايي اوسېدونکي نیولي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button