Englishافغانستانامنیتپنجشېر

زرغون بهیر په پنجشیر کې د طالبانو پر پوځي موټر د برید مسوولیت… — AF International

DevelopingSecurityپنجشېر1 SourcesUpdated: 2026-10-12 22:10:20🎙 Listen to radio

د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح تر مشرۍ لاندې زرغون بهیر ادعا کړې چې د تلې په ۲۰مه، د دوشنبې په ورځ یې د پنجشېر ولایت د عبدالله‌خېل په کلي کې د طالبانو پر یوه پوځي موټر برید کړی او په دې پېښه کې د طالبانو درې غړي وژل شوي دي. د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازی اصف دراني له افغانستان انټرنشنل سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل لپاره باید بندیزونه لرې شي او د خلکو تګ راتګ ته لاره هواره شي. د نوموړي په وینا، د ترهګرۍ موضوع د دواړو خواوو لپاره مهمه ده. هغه زیاته کړې، چې که طالبان له پاکستان سره اړیکې ترینګلې کړي یا ورسره دښمني وکړي، نو «خپله پښه به په تبر ووهي» او په دې کار سره به ګټه ونه کړي او په افغانستان کې روانه ناامني ښايي نوره هم زیاته شي. د نوموړي په وینا، پاکستان نه یوازې له طالبانو سره بلکې دده په وینا، په تاریخي توګه د افغانستان له خلکو سره مرستې کړې، خو که طالبان د پاکستان پر وړاندې دا ډول ګامونو [ د ټي ټي پي ملاتړ] ته دوام ورکړي، زیان به یې خپله طالبانو او په ځانګړي ډول عامو افغانانو ته ورسېږي. هغه ویلي، چې پاکستان «د افغانانو لپاره د روزګار یو مهم ځای» دی…

Quick facts

Locationپنجشېر
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-12 22:10:20

Timeline

  1. AF International

    زرغون بهیر په پنجشیر کې د طالبانو پر پوځي موټر د برید مسوولیت پر غاړه واخیست

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-12 19:06:38

زرغون بهیر په پنجشیر کې د طالبانو پر پوځي موټر د برید مسوولیت پر غاړه واخیست

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button